لیکوال : ډاکټر درمانګر
ژباړن : محمد اقبال وزيري
د ښاغلي ډاکټر منظور پښتين په سروالی د پښتون ژغورنې غورځنګ د څه کم يو کال راهيسې د پاکستان دولت تر ادارې لاندې څلورګونو ايالتونو کې پرمخ روان ده، داسې ښکاري چې د خپل موجوديت په دې لږه موده کې د خلکو خدايي زور يې هم په لازمه چټکی د لارې مل ګرځي. غورځنګ که له يوې خوا په ټول پاکستان او په ځانګړې توګه د پښتنو په سيمو کې د پاکستانی حاکمانو او پوځيانو له خوا د قومي مشرانو، منورينو او د سر کسانو د ترور، اختطاف، زنداني کولو، کور ورانولو، کډواله کولو او د منل شويو قوانينو څخه د سرغړولو روان بهير ختمول غواړی؛ له بلې خوا د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د پاکستاني دولت د لاسوهنو په رښتيا بندولو ټينګار کوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د اوسنۍ نړۍ شريکو ستونزو د حل له دې فرمول سره مطابقت لري چې د هغه له رويه عمل بايد د محلی اړتياوو او نظر له نړيوالو فکري نورمونو سره برابر وکارول شي. ځکه نو که غورځنګ د پاکستان په د ننه کې د ظلمونو او بېعدالتيو څخه د خلکو د خلاصون هلې ځلې کوي، په نړيواله کچه د جهاني سولې او عدالت د ملاتړو د جريان يو مهم برخه وال شمېرل کيږي.
د دې ولسي خوځښت په زړه پورې ښايست دا ده چې د ازادۍ، سولې او د انسان له عزت سره د برابر ژوند تمنا لري او دغو اهدافو ته د رسېدو په هيله د پاکستان اساسی قانون ته درناوی کوی او د عدم تشدد له فلسفې څخه د شريفانه وسايلو په توګه کار اخلي.
د عدم تشدد فلسفه له پخوا زمانې څخه بيا تر اوسه پورې د پېغمبرانو، فيلسوفانو، طبيعی، ټولنيزو علومو عالمانو او متفکرينو د ګډو هلو ځلو محصول ده، چې په شلمه پېړۍ کې يې د يوه مکمل نظام څېره پيدا کړه. د دې انساني فلسفې په مقابله کې د پيسو او قدرت لېونيو مينانو د تشدد شيطاني او وحشت فلسفه او نظام په پښو ودرول چې تر دا ننه پورې يې بشريت له بې حسابه تباهيو سره مخامخ کړی ده. د عدم تشدد فلسفه موږ ته په ميراث رارسېدلې، غفار خان په کابل کې «باچا خان د اسلام بې تشدده سرتېری» کتاب د ليکونکي، ايکنات اسوارن سره په يوه مرکه کې وويل چې «تاسو وينی چې نړۍ د تباهی او تېری په لور روانه ده، تېرۍ د خلکو کرکه او وېره زيږوي، زه په عدم تشدد عقيده لرم او زه وايم چې تر هغه به د نړۍ په خلکو کې سوله او ارامی را نه شي تر څو چې تشدد روان وي»۱ د عدم تشدد فلسفې په شاوخوا د مختلفو قومونو او عقيدو خلک په يوه واحد سنګر کې د راټولېدو امکانات تر لاسه کوي دغه فلسفه همدا نن په يوه نړيوال ځواک بدله شوې ده. په هندويت کې مها تما ګاندي په عيسويت کې لوتر کينګ او په اسلامي نړۍ کې باچا خان د عدم تشدد د فلسفې د سر کسان شمېرل کيږي.
که څه هم د تشدد خونخوارانو ګاندي او لوترکينګ ووژل او غفار خان يې تر څلوېښتو کلونو زيات د زندان په تيارو کې وساته؛ ولې د دوی د فکرونو پاک ميراث ته همدا اوس هم د قدر په سترګو کتل کيږي. د پيسو او قدرت په لېونۍ مينه اخته کسانو، چې له جګړې څخه د ګټورې سوداګرۍ د وسيلې په توګه کار اخلي، له پخوا راهيسې، له مختلفو لارو، د ازادۍ، عدالت او انسانيت پر مينانو مرګوني ګذارونه کړي دي. «مغولي يرغلګرو د اخوند دروېزه او د هغه په شان نور ديني مشران، خانان او ملکان په بيه واخېستل او پير روښان غوندې په ازادۍ مين وطنپال، باعمله عالم او سوچه مسلمان باندې يې د کفر فتوی ولګوله او د ده زامنو، لمسيانو او مخلصانو ته يې د سرو مال زيات خسارات ورسول».۲
همدې ته څه نا څه ورته کانه د پښتون ژغورنې غورځنګ په هکله روانه ده. د روان کال د جون د مياشتې په دريمه نېټه د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه کې د غورځنګ په يوه سوله يزه غونډه ګولۍ وارول شوې چې د هغو له امله د نوموړي غورځنګ اوه تنه شهيدان او تر پنځوسو زيات کسان زخميان شول.
د پاکستاني پوځيانو لويه اندېښنه دا ده چې مبادا دغه غورځنګ په يوې داسې ډېوه بدل شي چې رڼا يې نه يواځې د پاکستان ټول نجيب اولس روښانه کړي، بلکې د سيمې او نړۍ په ازادۍ، سولې او انسانيت مينو انسانانو د نړيوال خوځښت د لارې مل وګرځي.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ لوی کمال دا ده چې د خپل مرام او تګلارې په بيانولو سره يې د يوه ښايسته، ګټور او ضروري مرام او ارمان مهندسي سر ته رسولې ده. د يوه ارمان په شاوخوا د خلکو راټولېدلو هر راز مشکل د حل تر نيمايي زياته برخه جوړوي. د انساني ژوند د دوام له پاره د مرام شته والی حتمي ده.
زموږ هلمندي خويندو او وروڼو هم د جګړې اورونو ته په نرمو اوبو د سزا ورکولو کاروان په پښو درولی ده. که چېرې د پښتون ژغورنې غورځنګ او هلمنديانو د سولې کاروان په شان له جګړو او بدبختيو څخه د خلاصون کارونه د هېواد او سيمې په هر ګوټ کې ترسره شي او د دوی ترمنځ د دوستۍ او خواخوږۍ اړيکې، چې د غمونو د زياتوالي په مهال قوي کيږي، ټينګوالی ومومي، دا کار به نه يواځې د روان محشره د راوتلو تر ټولو مهمه وسيله وګرځي بلکې د تاوتريخوالي په کمولو کې بې سارې مرسته وکړي.
ځکه نو ټول بشريت دا جبري او اخلاقي مسؤليت په غاړه لري چې د پښتون ژغورنې غورځنګ، هلمنديانو د سولې کاروان او دوی ته ورته اولس پالو خوځښتونو د ملاتړ له پاره خپلې سياسي، معنوي او مادي مرستې او لورينې ونه سپموي. د افغانستان د سولې ملي جبهې او د افغانانو ترمنځ د تفاهم نهضت غړي د دغه راز اولس پاله خوځښتونو طبيعي انډيوالان او د لارې مل کسان دي.
ازادۍ، سولې، عدالت، قانونيت او عدم تشدد ته د لومړۍ درجې اهميت قايلېدو له برکته دغه راز غورځنګونو او سوله يزو کاروانونو د خلکو زړونو ته لاره غځولې او خدايي شانته نه ماتېدونکی زور ورپه برخه شوی ده. د همدغه شانته زور په مټ به د ظلم او ستم لوبې خامخا له ماتې سره مخامخ کيږي. دا کار به د يوې داسې انساني ټولنې د جوړېدلو پيلامه وګرځي چې په هغې کې د ساينس، صنعت، اقتصاد، ټولنيز عدالت، پوهې او اخلاقو د پرمختګ لارې د تل له پاره خلاصه وساتل شي.
د همدې هيلې د تحقق په اميد
۱-د باچا خان اندونو او مبارزې ته لنډه کتنه، ۲۸ مخ د محترم محمد اقبال وزيري ليکلی کتاب
۲-همدغه کتاب ۳۲ مخ