https://ptmholland.nl/wp-content/uploads/2020/04/ptmhat.png

دا ليکنه د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر د مياشتې په ۲۹مه نېټه د واشنګټن پوست ورځپاڼې خپره کړېده او د ښاغلي ابوبکر صديق له خوا ليکل شوې ده.

ژباړونکی: محمد اقبال وزيري

يو نوی غورځنګ چې د پاکستان د لږه کي پښتون توکم لپاره امنيت غواړي د هېواد په مشرانو غږ کوي چې هغه وېجاړونکي سياستونه پرېږدي چې کورنۍ بې ثباتي يې ژوره کړې، ګاونډی افغانستان يې ړنګ کړی او د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه توده ساتي.
د فبروري د مياشتې راهيسې د پښتون ژغورنې غورزنګ، چې د اردو مخفف يې PTM دی، په لسګونو زره ځايي ځوانو فعالينو کمپاين په لاره اچولی تر څو د پاکستان جنرالان اړ کړي چې د تېرو څلوېښتو کلونو وېجاړونکی سياست پرېږدي.
PTM په اصل کې د اسلام اباد نه غواړي چې د دېرشو ميليونو نه د زياتو پښتنو بنسټيزو حقونو ته درناوی وکړي چې د پاکستان د ۲۰۷ ميليونو نه زياتو اوسېدونکو دوهمه لويه ډله جوړوي. غورځنګ په اسلام اباد زور اچوي چې د هغو زرګونو قربانيانو لپاره چې د محکمې د سيستم له لارې تري تم شوي عدالت پرځای کړي او د هغو لسګونو زرو لپاره چې د محکمې پرته وژل شوي دي، پلټنې وکړي.
پوځي مشرانو د PTM لږې غوښتنې لکه په تګ راتګ د بنديز نرمښت، په لرو غرنيو سيمو کې د ماينونو د پاکولو پروګرامونه او د پلټنو په پوستو کې د تېري کوونکو پلټنو پای ته رسول منلي دي. خو جنرالان نه غواړي چې يو اساسي بدلون وکړي چې د واک په کارولو کې نرمښت روالي، د هېواد د قوانينو او اساسي قانون ته درناوی وکړي او د تري تم کېدو او غير قانوني وژنو نه لاس واخلي. ډېره خطرناکه يې دا ده چې دوی په ځانګړې توګه د دې مخالفت کوي چې د افغانستان په جګړه کې خپل ګډون پای ته ورسوي.
دوی کوښښ کوي چې PTM بې اعتباره کړي چې ګويا دوی د يوې «برېښنايي جګړې» غږ پورته کوي. دوی د غورځنګ د ځوانو مشرانو وطنپالنه تر پوښتنې لاندې نيسي، د دوی فعالين بندي کوي او ځوروي، او هڅه کوي چې د دوی اعتراضونه سبوتاژ او ګډوډ کړي. په غورځنګ باندې د ډله يزو خپرونو د پوښښ په ناويل شوي بنديز باندې هر ځای د پوځيانو د ګوتو چاپ ښکاري. دوی په ډله يزو خپرونو کې د شيطاني بلاګانو يو لښکر خوشې کړې چې غورځنګ د دولت ضد دسيسو او د بهرنيو دښمنو قوتونو له خوا په ملاتړ بدناموي.
د پاکستان ځواکمن پوځي ماشين ډېر زيات کار کوي چې دا غورځنګ په افغانستان پورې وتړي، هلته پښتانه اکثريت دي او نخبه ګان يا ممتاز کسان يې په تاريخي لحاط د پېوستون په ادعاوو لنګر اچوي. د دوی د ځورونې سره سره کابل په پاکستان کې د پښتنو ويښتيا ته هرکلی وايي او هيله لري چې د اوږدې مودې ځورېدلې پرګنې به د راولپنډی، چې د اسلام اباد څنګ ته د پوځي چاوڼۍ ښار دی چې د پوځ درستيز په کې پروت دی، تاوونکی لاس ونيسي، چې هيله لري په افغانستان کې د طالبانو غوندې د سخت دريځو اسلامي نماينده ګانو له لارې تسلط ومومي.
د پاکستان په ۷۰ کلن تاريخ کې PTM شايد د ځايي خلکو تر ټولو پياوړی غورځنګ وي چې په مستقيم ډول يې په پوځي يونيفورم کې سړي وننګول. د پوځ څلورو جنرالانو نږدې ۳۵ کاله يا د پاکستان د نيم تاريخ په اندازه واکمني وکړه. د دوی واک د ملکي کمزورو ادارو لاندې هم د ننګونو پرته پاتې شو او دوی د هېواد بهرنی او دفاعي سياست او د هستوي وسلو د جوړولو چارې ټاکي. د ډموکراسۍ په زيان او د پاکستان د اکثريت خلکو د هيلو پرخلاف دوی هېواد د کورني سخت دريځۍ د ژورتيا، د نړيوال ګوښه توب، زورواکۍ او بېوزلۍ په لور بيايي.
د دوی ځواک د پيسو په انګېزې ډډه لګوي. د جنرالانو د نسلونو وروسته پوځ د هېواد د ننه تر ټولو لوی مالي او صنعتي متمرکز ځواک باندې بدل شو. د دوی وروستی شرکت د غوښې د بسته بندی کولو فابريکه ده چې غير منقوله شتمني يې اوس هم په زړه پورې پاتې کيږي.
د دغو ثابتو ګټو په ليدو سره ګرانه نه ده چې ووينو ولې د PTM ګړندۍ ودې د پاکستان جنرالان ولړزول. د دوی د نيوکو زياته برخه پوځ په نښه کوي چې په دغه شعار کې «د دغه تروريزم ترشا يونيفورم دی» خلاصه کيږي.
اوس د جنرالانو ټاکټيکي او ستراتيژيکي مانورونه د دوی کړنلاره پرمخ بيايي. د ۱۹۷۰ کلونو راهيسې اسلام اباد په سختدريځو اسلامي ډلو باندې درنه پانګونه وکړه، چې د پښتنو د سيکولر غورځنګونو او د پاکستان او افغانستان د رژيمونو په وړاندې مقابله او جګړه وکړي. په ۱۹۷۱ کال کې د بنګله ديش د جوړېدو وروسته په راولپنډی کې پوځي پلان جوړونکي د پښتنو د جلاتوب وېرې ناارامه کړل چې داسې غورځنګ به د کابل په مرسته پاکستان تجزيه کړي. په دواړو هېوادو کې د څلوېښتو ميليونو نه زيات پښتانه په ژبې، توکم او تاريخي يادونو سره تړلي او په سوله کې ګډې ګټې لري.
د ۱۹۷۰ کلونو په پيل کې د پاکستان مشرانو ناسمه لار وټاکله چې د دغه خيالي تهديد په وړاندې د اسلاميستانو ملاتړ او د پښتنو اتباعو په وړاندې توپيري چلند کوي. دوی غواړي پښتانه د جګړه غوښتونکو په څېر وښيي په داسې حال کې چې د دوی حقونه، موډرنتوب او سوکالۍ نه انکار کوي.
د څلورو لسيزو او د ميلينونو پښتنو د وژلو او بې ځايه کولو نه وروسته، پاکستان لږه ګټه کړې ده. داسې ښکاري چې PTM د پښتنو د ټولنيزې ويښتيا يوه ننداره ده او د يوه ستر سياسي لوبغاړي په حيث پاتې کيږي. پاکستان په افغانستان کې خپل ملګري له لاسه ورکړل. زيات افغانان اسلام اباد ته د دوی د بدبختۍ د لومړنۍ سرچينې په سترګه ګوري.
په راولپنډی کې جنرالان اوس يوه موقع لري چې خپلې تاريخي تېروتنې ومني او سمه کړنلاره غوره کړي. د PTM غوښتنو ته د يوه رښتيني او پخلاينې د کميسيون د جوړولو له لارې چې غورځنګ يې غږ کړی، رښتيني ځوابونه ووايي. دا به يو ښه پيل وي.
يوه ستراتيژيک بدلون ته اړتيا ده چې د نه ختمېدونکې جګړې پرځای د پاکستان په سوکالۍ تمرکز وشي. داسې ښکاري چې دغه کوښښونه چې خلک د تهديد له لارې تر فشار لاندې ونيسي پايلې به يې د بې ثباتۍ او د پښتنو او نورو لږکيو پردي توب لا زيات کړي.
د پاکستان د جنرالانو د پاره دا موقع ده چې د خپلو ګټو پرځای د خپل هېواد لپاره ښه لاره غوره کړي. دوی بايد د پاکستان د اساسي قانون لوړتوب او د قانون واکمني ومني.
پای
هالنډ، دوردرېخت، د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۳۱ نېټه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *