https://ptmholland.nl/wp-content/uploads/2020/04/ptmhat.png

د پې ټي ام مشر ښاغل منظور پشتون دا جرګه داسې مهال اعلان کړه چې د وزیرستان په غرونو کې چېرته چې د ایپي فقیر قدمونه پراته وو، د ګیلامن شهید په وینو سور کمیس لا وچ نه وو.

بیا نو هرې سیاسي پارټۍ هرې ضلعې او د هر فکر خلکو ته ورتګ پیل شو او دوی ته په جرګه کې د ګډون بلنه ورکړل شوه.
ټولو اړخونو دغه جرګه خپله جرګه وبلله او بیا یې په شرکت کې هیڅ بخل ونکړ.
ټول سیاسي مشران او د هرې ضلعې مشران او ځوانانو دغې جرګې کې گډون وکړو.

د پې ټی ام مشر محترم منظور پشتون د ۱۱م اکتوبر ۲۰۲۴م کال په نيټه د “پښتون قومي عدالت” په نوم درې ورځنۍ جرګه رابللې وه، چې پکې د مختلفو قبایلو او ټولنو مشران او سياسي گوندونو استازو او د خېبر پښتونخوا ایالت وزیر اعلی علي امین ګنداپور ګډون کړی و، هدف دا و چې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د دوي حقوقو، امنيت او اقتصادي ودې لپاره عدالت او برابرۍ تأمين کړي او په سيمه کې د تاوتريخوالي د کچې راکمول او پښتنو خپلواکي د سياسی مشارکت له لارې ترلاسه کړي.
دا جرګه د پښتنو د ستونزو حلولو لپاره یو مهم ګام و ترڅو د ستونزو په اړه په ګډه حل لارې ولټول شي. خو د ګيله من وزير په نشتون ئي خورا دروند خفګان څرګند کړو

د جرګې په ترڅ کې ځینې ستونزې هم راپورته شوې، چې پکې د جرګې په کیمپ باندې برید وشو، کوم چې د مشر منظور پشتون په وینا، د جرګې د ناکامولو هڅه وه. سربیره پردې، د پښتنو مشران د امن او ثبات د راوستلو لپاره د جرګې د موخو په وړاندې کلکه همکاري وکړه او جرگه ئي په برياليتوب سره ترسره کړه.

دا جرګه د پښتون وطن د زرگونو کالونو تاریخ د ټولو جرګو تسلسل او د ټول پښتون قام مشترکه جرګه وبلل شوه.
دې جرګې ته په خپله سینه باندې ځای ورکول او بیا د جرګې د پوره کولو لپاره په مزاحمت کولو باندې او بیا د ټول ملت په میلمستیا کولو باندې جرګې د خيبر ټول ولس ته او د اپریدو کوکیخېل قبیلې ته سلام پیش کوي.

پدې جرګه کې د ټولو اتیا کم زیات نماینده ګانو دغه جرګه مستقله وباله او پرېکړه یې وکړه چې په همدې میدان د پښتنو یو داسې مرکز جوړ کړي چې د هرې ضلعې او هر سیاسي ګوند یو دفتر به پکې وي.


  1. جرګې پریکړه وکړه چې پدې وطن هیڅ جنګ او شخړه نشته خو پاکستاني فوج او وسله وال تنظیمونه چې له طالب تر داعش پورې په بېلابېلو نومونو یادیږي په 60 ورځو کې له پښتونخوا څخه ووځي که ونه وتل قام به یې د اوباسلو لپاره خپل بندوبست کوي.

  2. د دې جرګې د پرېکړو عملي کولو لپاره به د هرې ضلعې او سیاسي پارټي لخوا درې دری زره ځوانان چې ټول دوه لکهه څلوېښت زره کسان تعداد راځي قومي لښکر ته ورکول کیږي

    دا به غېرې مسلح او پر امن طریقه سره د مسایلو حل لټوي.

  3. پدې خاوره چې څومره وسایل دی دا دې وسایلو په اړه جرګې پرېکړه وکړه چې اتیا کسانو یوه کمیټې سېټ کړي له دوکی څنګوی نه را واخله تر کوهستان چتراله پورې د ټولو وسایلو معلومات را اخلي او ټولو سیمو ته ځي،چېکینګ کوي کوم وسایل چې د ولسونو په ګته دي هغه وسایل پریږدي خو په کومو وسایلو چې څوک غاصب شوی دی هغه به پر هغه ځای بندوي.

  4. جرګې پرېکړه وکړې چې دا دې وطن د شهیدانو لپاره د لادرکو خلکو لپاره او د غصب شویو ځمکو لپاره په شریکه د پښتون وطن نماینده وکیلان را ټولوي، هم به دلته په عدالتونو کې ټولو میسنګ پرسنز خلکو ته دغه جرګه وکلات کوي او هم به په انټرنشنل کریمنل کورټ او یو ان کې د خپل ملت د ورکو خلکو شهیدانو او غصب ځمکو مقدمه لاړاو کوي.

  5. د جرګې پرېکړه وکړه چې بجلي د پښتون وطن پیداور دی په قبایلي علاقو کې اعلان دا دی چې دا به مفتې وي خو د مفتو دا معنی نده چې بجلي به نه وي په نورو سیمو کې دوی پر يونټ تر 60 زیاتې روپۍ اخلي لدې وروسته به یوازې پینځه روپۍ پر يونټ ورکوي.خو که چېرې د بجلۍ د بندیدلو له لوډشډینګ عمل وشو جرګه به په شریکه د هغو تارونو د پرې کولو پرېکړه کوي چې نورو صوبو ته بجلی انتقالوي.

  6. جرګې پرېکړه وکړه چې په ډیورنډ کرښه باندې چې څومره د تګ راتګ او تجارت ګیټونه دي او لارې دي، له 1893 نه واخله تر 2010 پورې چې پښتنو افغانانو ته په کومو قوانینو باندې د تګ را تګ اجازت وو، بغېر له پاسپورټ او ویزې هغه به بیا بحال کیږي. که چېرې دا پرېکړه عملي نشوه نو په ډیورنډ لاین باندې چې د کاسټم کوم دفترونه دي جرګه به د هغې مخې ته کیني او هغه به بندوي.

  7. جرګې پرېکړه وکړه چې د پښتنو په منځ کې چې د قبیلو او یا فرقو کومې شخړې دي دا دې د حل کولو لپاره جرګې خپله يوه جرګه وټاکله دا به ټولو ضلعو ته ځي خصوصي کرم ضلع ته ځي هلته به او ټولو ضلعو ته به ځې او جنگونو بندي او پريکړو کولو اقدام به کوي.

  8. جرګې پرېکړه وکړه چې نن ورځې نه پس که وردي واله وي یا بغېر د وردي واله ته به يو پښتون هم یوه روپۍ بهته خوري به هيچاته نه ورکوئ او که چېرې چا ته د بهته خوری کال کیدو یا یې په زور ترې اخیسته د قام ملت به ټول هغه سره ودریږي.

  9. جرګې فیصله وکړه چې څومره ای ډي پیز دی،کډوال دي په پښتون وطن کې دوی دې ورځ وټاکي جرګه او قام به ورته په سر وي خپل کلي ته به یې رسوئ.

  10. ‎جرګې پرېکړه وکړه چې په پنجاب په سیند او نورو فدرالي سیمو کې چې له پښتنو زده کوونکو سره مزدورانو سره او نورو پښتنو سره کوم امتیازي سلوک کیږي هغه د بند کړلی شي خو که چېرې پدې بنیاد چې د پښتون دی او بد سلوک ورسره کیده دا جرګه به له ټول قام سره هلته ورځي

  11. جرګې پرېکړه وکړه چې دا دې وطن کوم پخوانۍ عمراني مهده یعني چې وو د نور د چلیدلو ندی نوي عمراني مهده دې دا دې ولسونو د مشرانو په خواخه ولیکل شي.

  12. ‎جرګې پرېکړه وکړه چې قبایلي علاقو ته چې د کومو هيوادونو او يا د کومو مرستو اعلانونه شوی وي هغه د ترسره کرل شي

  13. جرګې پرېکړه وکړه چې د موجوده پاګستان ایین 244 فوج په سیاست او انتظامات کې مداخلت نشي کولای کوم چې دوی کړی د همدغې ایین د ارټیکل 6 په بنیاد دې دا دوی پر ضد کاروایی وشي.

  14. ‎جرګې پرېکړه وکړه چې د 161 سي تو ارټيکل مطابق چې د بجلۍ کوم پورونه پاتې دي هغه دې په پوره توګه پښتونخوا ته فوري توگه ورکړل شي.

  15. ‎جرګې پرېکړه وکړه چې پښتانه هیڅ مليټري کورټ او انټرمنټ سنټر نه مني او دغه دې په سمدستي ډول ختم او لری کړلی شي.

  16. جرګې پرېکړه وکړه چې158 مطابق په قدرتي ګېس چې څومره هم يا 1991 انډس واټر کارټ د اوبو څومره حق دی دا دې وطن دی هغه د ورکول شي.

  17. ‎جرګې پرېکړه وکړه چې بلاک شناختي کارډ دې په فوري طور باندې خلاص کړل شي. که یې نکړل بحال بیا به د ټول پښتون دا خپل شناختي کارډ مطابق نوی اعلان کوي کیدایشي ټول یې ور واپس کړي.

  18. ‎جرګې پرېکړه وکړه چې څومره سیاسي قیدیان دی هغه د ټول فوراً رها کړل شي.

    پدې څو ورځو کې چې د جرګې په بنیاد نیول شوي خلک دي هغه له علي نه واخله تر جمشېد پورې چې د څومره ضلعو خلک دي هغه دې فوراً رها کړل شي.

  19. جرګې پرېکړه وکړه چې پدې جرګه کې د شرکت په بنیاد یا پدې جرګه کې د ځای ورکولو په بنیاد یا د کومک پر بنیاد که د یو د فرد په خلاف هم چا کاروایی وکړه بیا به دا جرګه داسې یوه سخته پرېکړه کوي چې څوک به یې تصور هم ونکړي.

  20. ‎جرګې پرېکړه وکړه چې اېکشن اېنډ اف سېول پاور دا یو تور قانون دی چې په پښتنو نافذ دی او دا دې په فوري طور باندې لدغه وطن څخه ختم کړل شي.

  21. جرګې پرېکړه وکړه چې د پښتون وطن یو روایت داسې دی چې بدمعاشي او بدي به نرینه وکړي خو په بدل کې به یې خور یا ورېره په سزا کې هغه ته واده کړي دې جرګې پرېکړه وکړه چې دا روایت نور ختم دی.

  22. ‎جرګې یو خواست وکړ ټول پښتانه ئي د ورورولۍ په بنياد کوي چې په بر وطن کې د نجونو ته د زده کړو اجازه ورکول شي.

  23. ‎جرګې پرېکړه وکړه چې راتلونکی اتوار ته به د دې جرګې د ټولو مطالباتو په حق کې او پدې وطن کې د ظلم او جبر پر خلاف به د هری ضلعې په صدر مقام باندې د هری ضلعي خلک ټول قومونه او پارټي به په یو ځای به راوځي او ټول پښتون بلټ ورسره وي.

  24. ‎دلته په دی پنډال کې زموږ سره په سټېج باندې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین خان ګنډاپور ناست دی موږ ده ته دغه مطالبه کوو چې د دې جرګې کوم شکونه چې د ایین مطابق د دې وطن حق جوړیږي له اسمبلۍ نه بیل ورته پاس کړه.

  25. ‎جرګې پرېکړه وکړه چې په پي ټي ایم باندې کوم پابندي لګول شوي هغه دې په فوري طور باندې لرې کړل شي.

  26. جرګې پرېکړه کړي چې کوم دلته شهیدان وشول هغې خلاف دی چيف منيستر صاحب جوډېشل کمیشن جوړ شي چې څوک پکې ملوث دي او د چا په امر شوي وي هغو ټولو ته دی د حکومت پارټی چې دلته پدې جرگه کې موجود دي هغو ته دی سزا ورکړل شي.

په آخر کې د جرګې پریکړو عملي کولو ته له حاضر ولسه د ژمنتیا یو ټولیزه لوړه یا سوګند واخستل شو.

دلاور نوری!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *