https://ptmholland.nl/wp-content/uploads/2020/04/ptmhat.png

د ۲۰۲۰ کال د جنوري ۳۱ نېټه

ډاکټر درمانګر

له ډېرې مودې راهيسې، استعماري جګړو، بهرنيو يرغلونو، په خپل سره واکداريو او عالمګيره جهل او غفلت د افغانستان او پاکستان په زړونو پاک او خواريکښ ولسونه د تورتم په اسارت شانته حالاتو کې را ايسار کړي دي. د يوويشتمې پېړۍ په درشل کې يو بل شانته نوی تمدن زيږېدلی دی چې شل کاله د مخه يې په خوب او خيال کې هم څرک نه ليدل کېده. په نوموړي تمدن کې که په نورو د سپين سهار غوندې رڼا په خپرېدو ده؛ د افغان او پاکستان ولسونه د تورو شپو د دوام له خطر سره مخامخ ښکاري.
دا ولې؟ دا ځکه چې خدای تعالی (ج) انسانانو ته بيولوژيکي موجوداتو بڼه او مزاج وربخښلی ده. هر هغه مهال چې دغه موجودات يوه نوي چاپېريال ته ور د ننه شي ، هلته د دوی د ودې پرمختګ او له ستونزو د ژغورنې د ظرفيت څارنه او ازموينه سرته رسول کيږي. د ازموينې په پای کې کاميابانو ته د ژوند د دوام او پرمختګ او ناکامانو ته د بربادۍ او زوال نصيب او قسمت ور په برخه شي. همدغه دود د ارتقا او تکامل په نامه شهرت لري. سياسي ولسپالو د سر کسانو ته له ياد شوي دود سره اشنايي يوه مهمه اړتيا ده. له بلې خوا د افغانستان او پاکستان په څېر ولسونو ته چې له يوه جادويي درانه خوبه د راويښېدو په حال کې دي، د داسې سياسي مشرانو موجوديت حياتي اهميت لري چې د نظر له رويه نړيوالو منل شويو قانوني او اخلاقي نورمونو او فکرونو سره همرازه وي او د عمل له رويه د ستونزو حل د ستونزو په محل کې لټوي.
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې او په افغانستان کې د سولې کاروانونو د غورځنګونو مشران د خپلو ولسونو په انګړو کې را لوی شوي د اولسونو بچيان دي. دوی د ارتقا او تکامل له دود سره اشنايي لري او د نظر او عمل له رويه د نړۍ د خلکو او خپلو ولسونو له هيلو سره برابرې هلې ځلې سرته رسوي. همدا علت دی چې د ګران ډاکټر منظور احمد پښتون بندي کېدل د نړۍ ډېر خلک او پاکستان او افغان ولسونه ډېر خپه کړي دي. د پاکستاني واکدارانو دغه عمل د روانو کړکېچونو سلسلې ته يوه بله ناشولته (کرغيړينه) کړۍ ور اضافه کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د هلو ځلو فکري محتوی د پرګنو د زړونو په تل کې ځای نيولی او له همدې امله د سولې، عدالت، انصاف او قانونيت د ملاتړ او د جګړې، ظلمونو او نارواوو پرخلاف په يوه نه ماتېدونکي سنګر بدل شوې ده. همدا علت دی چې د افغانستان، پاکستان او د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې د خلکو او بشري حقوقو ملاتړو سازمانونو پياوړی ګډ بهير ، له بند څخه د ګران منظور احمد پښتون، دغه شريف او خلکو خدمتګار انسان، ژر تر ژره د ازادېدو غوښتنه کړې ده. په لوېديزه اروپا کې د تفاهم نهضت او امريکا په متحده ايالاتو کې د افغان سولې ملي جبهه د نوموړې غوښتنې ټينګ ملاتړ کوي.
ژوندي دې وي خلک
ژوندی دې وي منظور پښتون

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *