https://ptmholland.nl/wp-content/uploads/2020/04/ptmhat.png

دا ليکنه د Trouw هالنډي وتلې ورځپاڼې د۲۰۲۰ کال د جنوري په ۲۹ مه د چهارشنبې په ورځ خپاره کړې او محمد اقبال وزيري ژباړلې ده.

د منظور پشتين انځور

په خبرونو کې راغلي چې دغه جذاب فعال په دې بندي شو چې په مېړانه يې د پاکستان ځواکمن پوځيان تر نيوکو لاندې نيولي دي.
څو کاله وړاندې کله چې منظور پشتين د پاکستان د ځواکمنې امنيتي ادارې په وړاندې خپل لومړنی لاريون تنظيم کړ پلار يې په اړه په خفګان سره غبرګون وښود. پلار يې وېرېده چې د دې اعتراضونو له امله به يې د کورنۍ ټول غړي ووژل شي. خو پښتين نه شو کولی چې د حق غږ پرېږدي. هغه په ۲۰۱۸ کال کې د «Trouw» (باور) ورځپاڼې ته وويل «زه د ټينګې ارادې څښتن يم.»
پشتين ۲۶ کلن ځوان نری سړی دی چې نرمه وړه ږيره لري.هغه د پاکستان په سخته قبايلي سيمه کې چې د افغانستان سره د کرښې په اوږدو کې پراته ده، د شاهور د کلي په يوه کورنۍ کې چې اته ماشومان يې درلودل لوی شوی دی. د هغه پلار ښوونکی و او پشتين هم وکولی شول چې ښې زده کړې وکړي. هغه په پای کې د وټرنري ډاکټري پای ته ورسوله.
د پښتون کورنۍ پښتون توکم پورې اړه لري، چې په پاکستان او افغانستان کې ژوند کوي او د کرښې په غرنۍ لړۍ کې مسلط توکم دی. همدارنګه د طالبانو ډېره کی هم پښتانه دي. له دې امله دا سيمه د ډېرو کلونو راهيسې د خونړۍ جګړې په نندارې بدله شوې ده. ځکه د پاکستان پوځ د طالبانو په وړاندې جګړه کوي [زما ژباړونکي په نظر طالبان د پاکستان پوځ جوړ کړي او د طالبانو سره د جګړې په پلمه هلته پښتنانه وژني.] او برسېره پر دې په زياتې بې رحمۍ سره په ځايي خلکو هم تېری کوي.
هره ورځ په منظم ډول خلک تري تم کيږي، کړول کيږي او په بې قانونی توګه زندی کيږي. پشتين د «Trouw» اخبار ته وويل : «زما د يوه ملګري ټوله کورنۍ د دوو ماشومانو په ګډون د هغه په کور باندې په يوه هوايي بمبارۍ کې له منځه ولاړه.»
پشتين په ۲۰۱۸ کال کې د نورو ځوانانو سره يوځای د امنيتي ځواکونو د وحشيانه تېريو په وړاندې اعتراضونه تنظيم کړل. د دغو تېريو يو مستقيم لامل د کراچی په بندري ښار کې د يوه پښتون بې قانونه وحشيانه وژنه وه. په ډېره لنډه موده کې دغه مقاومت د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM)، يوه پراخ ايتلاف ته وده وکړه چې جذاب منظور پشتين يې مشر شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو په زرګونو پښتنانه واټونو ته راوايستل چې لاريونونه وکړي.
پشتين او د هغه د مبارزې ملګري غواړي چې په قبايلي سيمو کې دې کرل شوي ماينونه ليرې شي، د تري تم شويو کسانو په اړه دې روڼتيا منځ ته راشي او د رښتيا موندنې له پاره دې يو کميسيون جوړ شي. دوی د فېسبوک او ټويټر نه د لاريون کوونکو د تنظيمولو له پاره ښه کار اخلي. پشتين په ۲۰۱۸ کال کې د CNN ټلوزيون ته وويل: «موږ هغه څه چې غواړو په ټولنيزه ميډيا کې خپاره و.»
د دې له پاره چې ازاد پښتون په کنټرول کې وساتي پوځيان چې په پاکستان کې ډېر زورمن دي د لاريونونو ضد موزيک غږوي. برسېره پر دې دوی ميډيا اړه کوي چې د PTM اعتراضونه خپاره نه کړي او د پشتين ملګري د دوو پارلماني غړو په ګډون ګواښوي او بنديانوي.
اوس يې د دوشنبې سهار وختي په خپله پشتين هم د شپږو ملګرو سره ونيو. دغه مېړنی فعال په دې تورن دی چې ده په يوه بيان کې چې په دې مياشت کې د مخه کړی و دولت کمزوری کوي او توکمي ګروپونو يو د بل په وړاندې دروي. د دغې سرغړونې له پاره به هغه په پرنسيب کې عمري بند ترلاسه کړی يا به درنې سزا ته سترګې په لاره وي.هغه د مخه CNN ته په خپله ويلي و چې هغه که څه هم اوسنی مخکښ رول لري بيا هم هېڅ سياسي لوړه ارزو نه لري. که چېرې زموږ غوښتنې پلې شي زه غواړم چې پرمخ تګ وکړم او لوړ استاد شم. هغه وويل «زه غواړم بېرته د عادي ژوند ته وګرځم.»
ارين فان در زيل
هالنډ، دوردرېخت ۳۱-۱-۲۰۲۰

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *