https://ptmholland.nl/wp-content/uploads/2020/04/ptmhat.png

محمد اقبال وزيري

د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM د ۲۰۱۸ کال د جنوری په مياشت کې د ډاکټر منظور پشتين په مشرۍ منځ ته راغی. د PTM منځ ته راتلل کومه ناڅاپي پېښه نه وه، بلکې دا غورځنګ د پښتنو د خپلواکۍ د اوږدې تاريخې مبارزې د زړي نه زرغون شوی دی.
په شپاړسمه پېړۍ کې کله چې د هېواد لوېديځه برخه تر کندهار پورې د پارس د صفوي واکمنو، شمالي برحه يې د ازبکو خانانو او ختيځه برخه يې له اباسينه تر کابله او کلاته د هند مغولو واکمنو د واکمنۍ لاندې وه، د هند د مغولو امپراتورۍ په وړاندې د پښتنو د خپلواکۍ غورځنګ د سوويلي وزيريستان د کانيګرم نه د روښان پير په مشرۍ پيل شو. دا غورځنګ چې په ملي او اسلامي اصولو ولاړ و نږدې يوه پېړۍ يې د هند د مغولو د امپراتورۍ په وړاندې د خپلواکۍ جګړه پرمخ يووړه.
د روښاني غورځنګ د ناکامۍ وروسته په اولسمه پېړۍ کې ستر شاعر او مبارز خوشال خان خټک، ايمل خان مومند او درياخان اپريدي د هند د مغولو امپراتورۍ په وړاندې د پښتنو د خپلواکۍ غورځنګ ته دوام ورکړ. په پای کې ختيځ پښتانه د خپلواک دولت په جوړولو کې پاتې راغلل خو د دوی مبارزو په لوېديځو پښتنو لوی اغېز واچاوه.
لوېديځو پښتنو د اتلسمې پېړۍ په پيل کې د ميروېس نيکه په مشرۍ په کندهار کې د افغان خپلواک دولت بنسټ کېښود او بيا يې د پنځويشت کلن ځوان احمد خان ابدالي په مشرۍ د امو نه تر اټکه خپلواک ملي دولت جوړ کړ. احمدشاه بابا بيا په کشمير، پنجاب، سند، بلوچستان او پارسي خراسان يا پخوانۍ پارتيا کې د واک په غزولو سره امپراتوري جوړه کړه. «د احمد شاهي دولت په رامنځ ته کېدو کې د ختيځو پښتنو ونډه اساسي وه. په دې ډول چې دوی په خپلو جګړو سره نه يوازې د احمدشاه لپاره ډګر هوار کړی و، بلکې له هغه سره يې د ملکونو په نيولو او د امپراتورۍ په جوړولو کې هم مرسته وکړه».۱
خو په نولسمه پېړۍ کې د يوې خوا د احمدشاه بابا د لمسيانو، د سدوزو او محمدزو او بيا د بارکزو وروڼو تر منځ د تخت او تاج پر سر کورنيو جګړو او ناندريو او د بلې خوا د دوو سترو اروپايي امپراتوريو ياني د لويې برېتانيې او تزاري روسيې د سترې لوبې د سيالۍ له امله لومړی د افغانستان امپراتوري له منځه لاړه او بيا افغانستان کمزوری او کوچنی شو او د ډېورنډ کرښې نږدې نيم کړ.
د دې وروسته د وزيرستان خلکو د نورو پښتنو د قومونو سره په ګډه د حاجي ميرزاعلي خان په مشرۍ لومړی د برتانوي هند نه او بيا د پاکستان د جوړېدو وروسته د پاکستان نه د خپلواکۍ د لاسته راوړلو لپاره ټينګې مبارزې وکړې چې په پای کې نابريالي شول. «د اېپي فقیر د خپل سلف میا روښان په شان، چې هغه هم د وزیریستان د کاني ګرم و، په خپل ژوند کې په مقصد ونه رسېد، خو د هغه په شان یې د پښتنو د خپلواکۍ غورځنګ په میراث پرېښود. د میا روښان غورځنګ تر یوه حده خوشال خان خټک، ایمل خان مومند، دریاخان اپریدي، میرويس نیکه او تر پوره حده ستر احمدشاه سرته ورسوه. یوه ورځ به د اېپي فقیر غورځنګ هم د بري درشل ته ورسول شي.» PTM د حاجي ميرزاعلي خان د دغه ميراث منطقي ادامه ده.
د پاکستان په ۷۰ کلن تاريخ کې د دې هېواد پنجابي واکمنو د پښتنو، بلوڅو، سنديانو، بنګاليانو او نورو قانوني حقونه تر پښو لاندې کړي دي. بنګال خپلواک شو، خو نور قومونه همداسې د پنجاب د واکمنو د ظلم او ستم لاندې شپې او ورځې سبا کوي.
د پاکستان رژيم او په ځانګړې توګه پوځ او ای اس ای په افغانستان باندې د شوروي يرغل وروسته په سخت دريځو اسلامي ډلو باندې لويه پانګونه وکړه چې د يوې خوا د هغو څخه د افغانستان په وړاندې جګړه کې ګټه پورته کړي او د بلې خوا په پاکستان کې د پښتنو په توکم وژنه کې ورڅخه کار واخلي.
د ۲۰۰۱ کال راهيسې د پاکستان پوځ د تروريزم سره د جګړې په پلمه د پښتون توکم وژنه په پراخه توګه تر لاس لاندې نيولې ده. له هغه مهاله تر اوسه د پاکستان پوځ له خوا په قبايلي سيمو کې عمليات او بمبارۍ روانې دي چې په هغو کې په لسګونو زره ناينه، ښځې او ماشومان تري تم شوي يا وژل شوي دي. په ټول پاکستان کې د پاکستان پوځ په پرله پسې ډول د پښتنو د نفوذمنو کسانو، دوديزو ملکانو، روحاني مشرانو او نورو په برمته کولو، کړولو، کډه کولو، بندي کولو او وژلو لګيا دی. محمد افضل خان لالا، ملاله يوسفزۍ، بشير بلور، ملک فريد الله، مشال او نور يې د فردي ترورڅرګندې نمونې دي. د پېښور د پوځي ښوونځي د زده کوونکو ډله يزه وژنه او په کوېټه کې د واکيلانو ډله يزه وژنه يې د پښتنو د ډله يزې وژنې روښانه بېلګې دي. د روان کال په جنوري کې په کراچۍ کې نقيب الله مسعود ووژل شو. د ډاکټر منظور پښتين په مشرۍ د اسماعيل خان د دېرې نه د اسلام اباد په لور اعتراضيه مارش پيل شو چې په لاره کې د پښتونخوا د ټولو سيمو نارينه او ښځو پراخ ګډون پکې وکړ. د دې اعتراضيه مارش پايله د پښتون ژغورنې غورځنګ منځ ته راتګ شو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې سوله يزه مبارزه کوي او د باچا خان د بې تشدده فلسفې نه الهام اخلي. د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM موخه دا ده چې د پاکستان پوځ دې د پښتنو ناقانونه وژنې ودروي، د پښتنو قانوني حقونو ته دې درناوی وکړي، ټول بنديان دې خوشي کړي او د هغو لسګونو زروکسانو لپاره چې د مجکمې پرته وژل شوي يا تري تم شوي دي، پلټنې وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM د اسلام اباد د اعتراضيه غونډې وروسته د پاکستان په نورو لويو ښارونو لکه لاهور، کراچي، پېښور او د پښتنو په ټولو ښارونو او په قبايلي سيمو کې پراخ لاريونونه او اعتراضيه غونډې جوړې کړې چې په هغو کې زرګونوکورنيو هغه تصويرونه وښودل چې غړي يې تري تم شوي، وژل شوي يا بنديان شوي وو. PTM په لنډ وخت کې په ټول پاکستان او په ځانګړې توګه په پښتنو سيمو کې په يوه پياوړي سياسي غورځنګ بدل شو چې د پاکستان تروريستي پوځ يې وننګوه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM په ملاتړ پښتنو په اروپا، امريکا، استراليا او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پراخ لاريونونه او غونډې په لاره واچول ترڅو د نړيوالو پام د پاکستان د پوځ له لوري د پښتون د نسل وژنې غميزې ته واړوي. اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM نړيوال ملاتړ ورځ په ورځ زياتيږي او په نړۍ واله ميډيا کې د دوی مبارزې زيات انعکاس مومي. په اروپا، امريکا،استراليا او نورو هېوادونو په ميشتو افغانانو او په تېره د پښتنو په منځ کې د دوی ملاتړ په بېساري توګه زيات شوی او لا ډېريږي.
زه په دې باوري يم چې د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM به د ډاکټر منظور پشتين په مشرۍ د حاجي ميرزاعلي خان د خپلواکۍ غورځنګ د بري درشل ته ورسوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM د بري په هيله
۲۰۱۸ کال د دسبر ۲۶ نېټه

۱- پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ، زما غوره ليکنې ۹۶ پاڼه
۲- پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ، ډېورنډ د واحد ملت د بيلتون کرښه، د مقالو ټولګه،۲۰۰۷ کال پېښور، ۲۷-۲۶ مخ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *