دا جرګه د پښتون وطن د زرگونو کالونو تاریخ د ټولو جرګو تسلسل او د ټول پښتون قام مشترکه جرګه وبلل شوه.
دې جرګې ته په خپله سینه باندې ځای ورکول او بیا د جرګې د پوره کولو لپاره په مزاحمت کولو باندې او بیا د ټول ملت په میلمستیا کولو باندې جرګې د خيبر ټول ولس ته او د اپریدو کوکیخېل قبیلې ته سلام پیش کوي.
پدې جرګه کې د ټولو اتیا کم زیات نماینده ګانو دغه جرګه مستقله وباله او پرېکړه یې وکړه چې په همدې میدان د پښتنو یو داسې مرکز جوړ کړي چې د هرې ضلعې او هر سیاسي ګوند یو دفتر به پکې وي.
جرګې پریکړه وکړه چې پدې وطن هیڅ جنګ او شخړه نشته خو پاکستاني فوج او وسله وال تنظیمونه چې له طالب تر داعش پورې په بېلابېلو نومونو یادیږي په 60 ورځو کې له پښتونخوا څخه ووځي که ونه وتل قام به یې د اوباسلو لپاره خپل بندوبست کوي.
دا به غېرې مسلح او پر امن طریقه سره د مسایلو حل لټوي.
پدې خاوره چې څومره وسایل دی دا دې وسایلو په اړه جرګې پرېکړه وکړه چې اتیا کسانو یوه کمیټې سېټ کړي له دوکی څنګوی نه را واخله تر کوهستان چتراله پورې د ټولو وسایلو معلومات را اخلي او ټولو سیمو ته ځي،چېکینګ کوي کوم وسایل چې د ولسونو په ګته دي هغه وسایل پریږدي خو په کومو وسایلو چې څوک غاصب شوی دی هغه به پر هغه ځای بندوي.
جرګې پرېکړه وکړې چې دا دې وطن د شهیدانو لپاره د لادرکو خلکو لپاره او د غصب شویو ځمکو لپاره په شریکه د پښتون وطن نماینده وکیلان را ټولوي، هم به دلته په عدالتونو کې ټولو میسنګ پرسنز خلکو ته دغه جرګه وکلات کوي او هم به په انټرنشنل کریمنل کورټ او یو ان کې د خپل ملت د ورکو خلکو شهیدانو او غصب ځمکو مقدمه لاړاو کوي.
د جرګې پرېکړه وکړه چې بجلي د پښتون وطن پیداور دی په قبایلي علاقو کې اعلان دا دی چې دا به مفتې وي خو د مفتو دا معنی نده چې بجلي به نه وي په نورو سیمو کې دوی پر يونټ تر 60 زیاتې روپۍ اخلي لدې وروسته به یوازې پینځه روپۍ پر يونټ ورکوي.خو که چېرې د بجلۍ د بندیدلو له لوډشډینګ عمل وشو جرګه به په شریکه د هغو تارونو د پرې کولو پرېکړه کوي چې نورو صوبو ته بجلی انتقالوي.
جرګې پرېکړه وکړه چې په ډیورنډ کرښه باندې چې څومره د تګ راتګ او تجارت ګیټونه دي او لارې دي، له 1893 نه واخله تر 2010 پورې چې پښتنو افغانانو ته په کومو قوانینو باندې د تګ را تګ اجازت وو، بغېر له پاسپورټ او ویزې هغه به بیا بحال کیږي. که چېرې دا پرېکړه عملي نشوه نو په ډیورنډ لاین باندې چې د کاسټم کوم دفترونه دي جرګه به د هغې مخې ته کیني او هغه به بندوي.
جرګې پرېکړه وکړه چې د پښتنو په منځ کې چې د قبیلو او یا فرقو کومې شخړې دي دا دې د حل کولو لپاره جرګې خپله يوه جرګه وټاکله دا به ټولو ضلعو ته ځي خصوصي کرم ضلع ته ځي هلته به او ټولو ضلعو ته به ځې او جنگونو بندي او پريکړو کولو اقدام به کوي.
جرګې پرېکړه وکړه چې نن ورځې نه پس که وردي واله وي یا بغېر د وردي واله ته به يو پښتون هم یوه روپۍ بهته خوري به هيچاته نه ورکوئ او که چېرې چا ته د بهته خوری کال کیدو یا یې په زور ترې اخیسته د قام ملت به ټول هغه سره ودریږي.
جرګې فیصله وکړه چې څومره ای ډي پیز دی،کډوال دي په پښتون وطن کې دوی دې ورځ وټاکي جرګه او قام به ورته په سر وي خپل کلي ته به یې رسوئ.
جرګې پرېکړه وکړه چې په پنجاب په سیند او نورو فدرالي سیمو کې چې له پښتنو زده کوونکو سره مزدورانو سره او نورو پښتنو سره کوم امتیازي سلوک کیږي هغه د بند کړلی شي خو که چېرې پدې بنیاد چې د پښتون دی او بد سلوک ورسره کیده دا جرګه به له ټول قام سره هلته ورځي
پدې څو ورځو کې چې د جرګې په بنیاد نیول شوي خلک دي هغه له علي نه واخله تر جمشېد پورې چې د څومره ضلعو خلک دي هغه دې فوراً رها کړل شي.
جرګې پرېکړه وکړه چې پدې جرګه کې د شرکت په بنیاد یا پدې جرګه کې د ځای ورکولو په بنیاد یا د کومک پر بنیاد که د یو د فرد په خلاف هم چا کاروایی وکړه بیا به دا جرګه داسې یوه سخته پرېکړه کوي چې څوک به یې تصور هم ونکړي.
جرګې پرېکړه وکړه چې اېکشن اېنډ اف سېول پاور دا یو تور قانون دی چې په پښتنو نافذ دی او دا دې په فوري طور باندې لدغه وطن څخه ختم کړل شي.
جرګې پرېکړه وکړه چې د پښتون وطن یو روایت داسې دی چې بدمعاشي او بدي به نرینه وکړي خو په بدل کې به یې خور یا ورېره په سزا کې هغه ته واده کړي دې جرګې پرېکړه وکړه چې دا روایت نور ختم دی.
جرګې پرېکړه وکړه چې راتلونکی اتوار ته به د دې جرګې د ټولو مطالباتو په حق کې او پدې وطن کې د ظلم او جبر پر خلاف به د هری ضلعې په صدر مقام باندې د هری ضلعي خلک ټول قومونه او پارټي به په یو ځای به راوځي او ټول پښتون بلټ ورسره وي.
دلته په دی پنډال کې زموږ سره په سټېج باندې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین خان ګنډاپور ناست دی موږ ده ته دغه مطالبه کوو چې د دې جرګې کوم شکونه چې د ایین مطابق د دې وطن حق جوړیږي له اسمبلۍ نه بیل ورته پاس کړه.
جرګې پرېکړه کړي چې کوم دلته شهیدان وشول هغې خلاف دی چيف منيستر صاحب جوډېشل کمیشن جوړ شي چې څوک پکې ملوث دي او د چا په امر شوي وي هغو ټولو ته دی د حکومت پارټی چې دلته پدې جرگه کې موجود دي هغو ته دی سزا ورکړل شي.
په آخر کې د جرګې پریکړو عملي کولو ته له حاضر ولسه د ژمنتیا یو ټولیزه لوړه یا سوګند واخستل شو.