https://ptmholland.nl/wp-content/uploads/2020/04/ptmhat.png

دا ليکنه د هالنډ NOS خبري اژانس د ۲۰۱۸ کال د اګست په نولسمه چې د الېتا اندرې له خوا ليکل شوې خپاره کړه.

د پاکستان نوی صدراعظم ځپل شويو پښتنو ته (لږ څه) هيله ورکوي

د پاکستان نوی وزيراعظم عمران خان نن سهار لوړه وکړه. د ده ټاکل، چې پخپله په لږکي پښتون توکم پورې اړه لري، PTM ته، چې د پښتنو اعتراضيه غورځنګ دی، احتياطي هيله ورکوي. دوی غواړي چې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله قبايلي سيمو کې د طالبانو او نورو ټوپکوالو سره په جګړې کې د پښتنو سره ناسم چلند ته د پای ټکی کيږدي. هلته د دوی په اند زيات بې ګناه خلک وژل کيږي.

عبدالروف مومند اوس هم هغه شېبه چې د خپلو درې زامنو بندي کول ورپه يادوي احساساتي کيږي. دی وايي: «نيمه شپه وه چې دوی راغلل.» «دوی»، هغه سړي چې په ملکي جامو کې د وسلې سره وو. «زه د دوی په پښو کې پرېوتم. ما فکر کاوه چې دوی موږ وژني. له هغه وروسته دومره تر فشار لاندې وم چې ړوند شوم.»

دا زوړ سپين ږيری يو کال وروسته هم څه نه شي ليدلی. هغه په لاهور کې ، په يوه کارګري ناحيه کې چې هلته ټول پښتانه اوسيږي، پخپله د اوسېدو په کوټه کې د مزرو په پېرلي کټ ناست و. په دغه ناحيه کې نږدې ټول يو بل پېژني او په دې پوهيږي چې څوک تری تم شوی دی. دلته ستونزمنه ده چې د کومې کورنۍ غړی ومومی چې خبرو ته حاضر شي. د قبايلي سيمې پښتون ژورنالېست روف يوسفزی وايي چې «دوی وېريږي.» دوی ته زيات وخت تليفون کيږي چې د دوی زوی يا مېړه به زر بېرته کور ته راستون شي. ځکه دوی د دې خطر له امله نه غواړي ميډيا سره خبرې وکړي. د مومند دوه زامن دوې اوونۍ وروسته کور ته راغلل. دی خپل دريم اتويشت کلن زوی امجد خان په اړه درې مياشتې په خطر ناک او غير تسلي بخش حالت کې ناست و. هغه سمدلاسه پوه شو چې د ده زوی د لاهور نه درې ميله لرې د وسلې د لرلو په تور بندي دی. خو هغه بې ګناه دی. دوی هېڅ ثبوت نه لري. خو تر اوسه د ده په اړه هېڅ قانوني ګام نه دی اخېستل شوی.

د مومند دا وېره چې زوی به بيا ژوندی ونه ويني، بې بنسټه نه ده. يوسفزي د داسو پېښو بې شمېره بېلګې ليدلې دي. هغه ډېره مشهوره بېلګه يې ۲۷ کلن نقيب الله مسعود دی، يو ځوان چې د پاکستان په سوويلي يو ميليوني ښار کراچي کې د کاليو جوړولو په فابريکه کې کار کولو او د موډل جوړونکي په حيث يې د کار کولو خوب ليده. ده په جنوري کې د خپلو ملګرو سره په يوه رسټورانټ کې ډوډۍ خوړله چې ونيول شو. د هغه کورنۍ ته دوې اوونۍ وروسته خبرورکړ شو چې مسعود د ترورستانو په يوه پټنځای کې د پوليسو په بريد کې وژل شوی دی.

زما خپل پلار په قهر و. هغه وويل: «موږ به ټول ووژل شو.»

                                                    منظور پشتين د اعتراضونو نوښتګردی

د مسعود وژنې، چې د خپل ځای هر څوک په دې پوهېدل چې د تروريزم سره هېڅ اړيکه نه لري، په رښتيا يو توده اي غورځنګ په حرکت راووست. PTM د پښتون ژغورنې غورځنګ له ۲۰۱۶ نه موجود و، خو د مسعود تر وژنې پورې لږ خلک ورسره ولاړ وو.

۲۳ کلن پشتين راته وويل: «ما په ۲۰۱۴ کال کې لومړی اعتراض تنظيم کړو.» پشتين يو د مخکښو او اغېزمنو ويناکوونکو څخه دی چې په تېر نيم کال کې يې د غورځنګ څېرې ته وده وکړه. «زما ټولو ملګرو ته پلرونو تليفون کړی و» چې «د منظور د څنګ نه ليرې شي، هغه لېونی دی.» زما خپل پلار په قهر و. هغه وويل: «موږ به ټول ووژل شو. ته په خپلې کوچنۍ خور هم هېڅ زړه نه سوزوې.»

پشتين مني چې د دوی په وړاندې درېدل خطر لري. د ده په نظر نه شي کېدای چې په دې کې د مسعود وژنه استثنا وي. «هغه څوک چې مقاومت کوي د ترورېسټ ټاپه پرې لګي. زما يوه ملګري په خپل کور باندې د هوايي بريد په پايله کې خپله ټوله کورنۍ د لاسه ورکړه. د ده دوه لمسي هم په کې ووژل شول. بله ورځ پوځ څرګنده کړه چې په دې کور کې اته ترورستان وژل شوي دي. تاسو نه شی کولی چې د دې په وړاندې اعتراض وکړی، ځکه چې بيا د تاسو واردی.»

پشتين د سوويلي وزيريستان څخه دی. دا سيمه د افغانستان سره په پوله کې پراته ده، چې په ۲۰۰۴ کال کې د تروريزم سره په نړيواله جګړه کې د مبارزې ډګر وګرځېده. د پاکستان پوځ په دغه سرحدي سيمه کې د القاعده د ښکار کولو په موخه چې د پولې رااوښتل، د امريکايانو يو متحد و. سمدلاسه به د پاکستان د طالبانو او نورو سيمه ييزو وسله والو سازمانو سره جنګېدل. د پشتين په اند خو هغه څوک چې د هغو مخالف و، هغه سيمه ييز خلک هم وژل کېدل.

لسګونه زره مړه او تري تم شوي

PTM اټکل کوي چې د ۲۰۰۴ کال راهيسې لږ تر لږه شپېته زره کسان وژل شوي دي. نږدې دېرش زره تنه تري تم شويدي، دا څه مانا لري چې د محکمې پرته دوی په ناقانونه ډول بندي شوي او په يوه نامالوم ځای کې ساتل کيږي او پوښتل کيږي. پوځ دا لوړ شمېر نه مني،  بې پرې اټکل هم نه شته ځکه چې ژورنالستان او نړيوال د بشري حقونو سازمانونه دغو سيمو ته ننوتلی نه شي. د بشر د حقوقو د څار کميسيون په تکراري ډول د خلکو د وژنو په اړه خپل تشويش د هغو مشاهدينو د ويناوو پر بنسټ چې د سيمې نه راتښتېدلي دي، څرګند کړی دی.

پشتين غواړي چې نوره نړۍ مسؤليت ته راوبولي. د پاکستان پوځ ډېر غښتلی دی. هغه د امريکې او نورو هېوادونو نه په سخاوت مندانه توګه ډېرې پيسې ترلاسه کوي. هر يو غواړې چې د ترورېزم په وړاندې د جګړې له پاره پيسې ورکړي. ځکه [د دې له پاره چې دا پيسې همداسې ورروانې وي-ژباړن] د پاکستان پوځ ته دا ګټه نه لري چې طالبان مات کړي. د هغو پر ځای موږ وژني. هلته ټول هېوادونه په غير مستقيم ډول د دې مسؤل دي.

د پيل کړي موډلېست مسعود د وژنې وروسته پشتين او د هغه ملګرو د فېسبوک او ډله ييزو خپرونو له لارې زرګونو تنو ته بلنه ورکړه چې اسلام اباد ته ورشي. پشتين په موسکا سره وويل: «موږ د ماک څوکربرګ څخه منونکي يو» «موږ په ټولنيزه ميډيا کې دومره ځواک نه لرو لکه چې پخپله يې ځواکمن پوځ لري.»

د اسلام اباد اعتراضيه ته چې په فبروري کې پيل او لس ورځې اوږده شوه په زرګونه خلک راغلل. د هغې نه راپدې خوا PTM د ټول پاکستان په ښارونو کې اعتراضيه مظاهرې وکړې چې په هغو کې زرګونو پښتنو کورنيو هغه تصويرونه وښودل چې غړي يې تري تم شوي، وژل شوي يا بندي شوي وو. پشتين وويل: «د کال په پيل کې مې فکر کاوه چې زيات عمر به ونه کړم. ځکه په تليفون کې تهديدېدم. خو پوهېږم چې دومره پلويان لرم چې اوس راباندې څه نه شي کولی.»

ايا خان به مرسته وکړي؟

دی د نوي وزيراعظم نه احتياطي هيلې لري. خان په خپله يو پښتون دی، که څه هم په پنجاب ايالت کې زيږېدلی او لوی شوی دی. په اپرېل کې هغه وويل چې د PTM غوښتنې په زياته اندازه برحقه دي. هغه ژمنه وکړه چې د پوځ سره به په سيمه کې د کرل شويو ماينونو د ليرې کولو او تري تم شويو لپاره چې په اړه به يې رښتينی قانوني چلند وشي، وغږيږي.

«خو»، پشتين وويل چې ټول سياسي مشران د ټاکنو په جريان کې خوشبينه مالوميږي. موږ هيله لرو چې مرسته به راسره وکړي. موږ هيله لرو چې ملګري ملتونه به هم مرسته راسره وکړي. خو د پاکستان پوځ ډېر ځواک لري، يوازې چې هغه اجازه ورکړي بيا کېدای شي چې زموږ د شرايطو په اړه خبرې وکړي.

ژباړن: محمد اقبال وزيري، دوردرېخت، هالنډ، ۲۱-۰۸-۲۰۱۸

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *