https://ptmholland.nl/wp-content/uploads/2020/04/ptmhat.png

دا مقاله د اکانوميست مجلې د اسيا څانګې «د جنرال ناسم کار» (General dysfunction) تر سرليک لاندې د ۲۰۱۸ کال د جون په ۲۳مه خپاره کړې ده. په دې مقاله کې د پښتون ژغورنې په اړه لاندې مطلب ليکل شوی او محمد اقبال وزيري له خوا وژباړل شوه:
په رښتيا، ډېرو پاکستانيانو په دې وروستيو کې په پوځ باندې په ايرانونکې توګه نيوکې پيل کړې دي. يو نوی د مدني-حقونو تنظيم، د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) چې په دې کال کې جوړ شوی دی د اسلامي ياغيانو پر ضد کمپاين کې د پاکستان د پوځ پر ټاکټيک اعتراض کوي. PTM پوځ په دې ملامتوي چې له يوه سره کلي ورانوي. دا د ملګرو ملتونو څخه غواړي چې د هغو شلو زرو ورک شويو خلکو د سرنوشت پلټنه وکړي چې تري تم شوي دي او غږ پرې کوي چې په قبايلي سيمو کې چې د پاکستان دېرش ميليونه پښتنو ډېری يې هلته ژوند کوي د پوځ د تلاشۍ پوستې او په تګ راتګ باندې د بنديز ليرې کړي.
د پوځ غبرګون سخت و: د PTM اوه دېرش فعالين يې د «بلوا» په تور نيولي دي. منظور پشتين د غورځنک جذاب ۲۴ کلن مشر په دې وروستۍ مياشت کې د کراچی په سوويلي ښار کې په يوې غونډې کې د ګډون د مخنيوي په خاطر الوتکې ته ختلو ته پرې نه ښودل شو. د دې پر ځای هغه پوره دوه ورځې موټر وچلوه چې هلته ځان ورسوي. کله چې دی راورسېد د هغه لس زره پلويان په تياره کې په ډاګ ناست وو. هغه کمپنۍ چې د دې غونډې لپاره يې د چوکيو او رڼا د برابرولو تړون کړی و، د هغه نه سمدلاسه پر شا شوه. نن دا د داسې تړونونو د ماتولو يوه بله بېلګه ده داسې پېښې ډېرې کيږي کله چې په غونډو کې په پوځ باندې نيوکې شاملې وي.
غيرو پښتنو هم د PTM نه ملاتړ پيل کړی دی چې د پوځ لپاره د ځانګړې اندېښنې سرچينه ده. د کراچی په غونډه کې له بلوچستان نه يوې ۶۶ کلنې بوډۍ چې د هغه ځای خلک هم د ډېرې مودې راهيسې د پاکستان د پوځ د ناوړه چلند نه سر ټکوي، د کېمرې په وړاندې د خپل زوی تصوير نيولی چې د يوه کال راهيسې تری تم دی. ځينې جنرالان د نرم غبرګون مشوره ورکوي. د PTM فعالين محکمې ته سترګې په لاره دي او ضمانت يې ځنډول کيږي، شونې ده چې دا د پوځ د نرمښت نښه وي. خو داسې نه ښکاري چې پوځ دې دا زړه وکړي چې د سياست نه په پراخه توګه د ځان ګوښه کولو په اړتيا پوه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *